AFGSMS
www.afgsms.com

د اس ام اس کارولو ځایونه   
........................................................................................................................................................................................
:   څخه  څه ډول  استفاده کېږی نو لاندې لارښوونې په ښه دقت سره ولولئ:SMS ددې لپاره ، چې پدې ښه پوه شی ، چې له

د اس ام اس کارونې ځایونه :

اس ام اس بانکداری :

د یو بانک ټول ګډونوال  کولای شی د اس ام اس به مرسته  د خپل اکونټ یا ګڼون  د حسابونو په اړوند لنډ او چټک معلومات ترلاسه کړي.

پوهنتون :

یو پوهنتون  یا علمي مرکز کولای شی د خپلو زده کوونکو او محصلینوته ټولې  اړینې خبرتیاوې او دغه راز د ازموینې پایلې  په اسانۍ سره ورکړي، چې پدې صورت کې  زده کوونکي  د انټرنېټ کارولو او یا د ټلیفون له لارې ډېر لګښت ته اړتیا نه لری ‎.

محفلونه او خوښي:

دواده ، غوندې ، کنفرانس ، فاتحې او یا هم دې ته ورته پروګرامونو لپاره ددوستانو د خبرولو په موخه ، ددې پر ځای ، چې ډېر کرېډیټ  او د موټر کرایی له لاسه ورکړئ  په یو کلیک زرګونه خلک خبرولای شئ.

انتخابات یا ټاکڼې

د ټولټاکنو د کمپاین تر ټولو غوره لاره د اس ام اس کمپاین دی ، چې  له دغې لارې ټول هغه کسان خبرولای شی، چې ستاسط د نوماندۍ شمېره او نښان نلري او یا داچې ستاسې موخې او تګلاره هغوی ته نه وی روښانه .

دولتې او غیر دولتې ادراې :

په  دولتې او غیر دولتی ادارو کې خپلو کار کوونکو ته د رخصتۍ ، مهال وېش او یا د یوط مهمې پېښې  په اړه ډېر په چټکۍ سره خبر ورکولای شی.

 فابریکې او کمپنۍ:

په یوه فابریکه یا کمپنۍ کې خپلو مشتریانو او کارکوونکو ته او یا هم د معاملو څښتنانو ته د خپل  نوی تولید ښوی توکي  او یا هم د نرخونه  د ښکته  پورته  کېدو په اړوند معلومات به آسانۍ  سره ورکولای شئ.

بین المللی  موسسې او ادارې :

که چېرې  یوه بین لمللی موسسه یا سفارت وغواړي ، چې  خپلو کارمندانو ته د امنیتي ګواښ  په اړه چټک  خبر ورکړی. نو اس ام اس یی  تر ټولو ښه او آسانه لار ده .

خبري رسنۍ :

د اس ام اس په مرسته  ټولې پرلیکه  رسنۍ د خپلې و یبپاڼې پتې ، کمپیان او د اس ام اس له لارې  خپلو ګډونوالو ته  په وړیا  یا هم سوداګریزه توګه  خبرونو سر ټکي رسولای شی.

د خوښۍ پیغامونه او مبارکۍ:

د اس ام اس له لارې  خپلو دوستانو ته د اختر مبارکۍ او دخوشحالیو نور پیغامونه په ډېر اسانۍ  او په معین وخت کې چی د سافتویر لارې یی تعینولای شی  استولای شئ.

 

د اس ام اس کارولو نور وړ ځایونه به  ډېر ژر پر لیکه شي .  په تمه اوسي . .
 
imgimgimgimg

Copyright © AFGSMS.COM