AFGSMS
www.afgsms.com

کارولو ځایونه او لارښوونېSMS د   
........................................................................................................................................................................................

د SMS کارولو ځایونه

 

د SMS استولو دوه ډوله لارې چارې په لاندې ډول دي:

یواځې وړیا او لږ شمېر خلکو ته د SMS استول:

په دې لړ کې تاسی له وړیا SMS استولو پرته سپانسر کمپنۍ ته کمپاین هم کولای شئ، یعني د نوموړې کمپنۍ لنډ پیغام ستاسې د پیغام په پای کې پیغام اخيستونکي ته استول کېږي او که چېرې په ځاني توګه د دغو خدمتونو کارول غواړئ، نو بیا به پر تاسې لګښت راځي او د سپانسر کمپنۍ پیغامونه ستاسې له پیغام سره اخيستونکي ته نه استول کېږي. د دې ډول SMS کارولو لپاره دلته ټکوهئ:

ډله یز SMS یا BULK SMS کارول :

دا ډول SMS د ټاکنیزو موخو، پوهنتونونو او هغو کمپنیو لخوا کارول کېږي، چې غواړي خپلو ګډونوالو یا غړیو ته د يوې مهمې پېښې په اړه ژر تر ژره خبر ورکړي، د دې ډول Account په اړه د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره مونږ سره اړیکه ونیسئ، تر څو لازیات معلومات درکړو اړیکه

 

کارولو لپاره دی Bulk د پورتنی http://login.afgsms.com

 

اکونت ته د ننوتلو لپاره لومړی غړیتوب واخلی وروسته کولای شی خپل اکونټ ته داخل شی SMS خپل

 

د SMS کارونې ځایونه :

SMS بانکداري: د یو بانک ټول ګډونوال کولای شي د SMS په مرسته د خپل Account د حسابونو په اړوند لنډ او چټک معلومات ترلاسه کړي.

• پوهنتون : یو پوهنتون یا علمي مرکز کولای شي خپلو زده کوونکو او محصلینو ته ټولې اړینې خبرتیاوې او دغه راز د ازموینې پایلې په اسانۍ سره ورکړي، چې په دې صورت کې زده کوونکي د انټرنېټ کارولو او یا د ټلیفون له لارې ډېر لګښت ته اړتيا نه لري.

• د واده ، غونډې، کنفرانس، فاتحې او یا هم دې ته ورته پروګرامونو لپاره د دوستانو د خبرولو په موخه، ددې پر ځای چې ډېر کریډیت او د موټر کرایې له لاسه ورکړئ په یوه کلیک زرګونه خلک خبرولای شئ .

• د ټولټاکنو د کمپاین تر ټولو غوره لار د SMS کمپاین دی، چې له دغې لارې ټول هغه کسان خبرولای شئ، چې ستاسې د نوماندۍ شمېره او نښان نلري او يا دا چې ستاسې موخې او تګلاره هغوی ته نه وي روښانه.

• په دولتي او غير دولتي ادارو کې خپلو کارکونکو ته د رخصتۍ، مهال وېش او يا د یوې مهمې پېښې په اړه ډېر په چټکۍ سره خبر ورکولای شئ.

• په یوه فابریکه یا کمپنۍ کې خپلو مشتریانو او یا د معاملو څښتنانو ته د خپل نوي تولید شوي توکي او یا هم د نرخونو د ښکته پورته کېدو په اړوند معلومات په آسانۍ سره ورکولای شئ .

• که چېرې یوه بین المللی مؤسسه یا سفارت وغواړي، چې خپلو کارمندانو ته د امنیتي ګواښ په اړه چټک خبر ورکړي، نو SMS يې تر ټولو ښه او آسانه لار ده.

• د SMS په مرسته ټولې پرلیکه رسنۍ دخپلې ویبپاڼې پتې، کمپیان او د SMS له لارې خپلو ګډونوالو ته په وړیا توګه د خبرونو سر ټکي رسولای شي

• د SMS له لارې خپلو دوستانو ته د اختر مبارکۍ او د خوشحالیو نور پیغامونو په ډېره آسانۍ سره استولای شئ .

د SMS کارولو نور ځایونه به ډېر ژر پرليکه شي، په تمه اوسئ.

 

 

 
imgimgimgimg

Copyright © AFGSMS.COM